تر روژې وروسته د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بیا پيلوو
Mar 21, 2024 06:07 Asia/Kabul
پاکستاني چارواکو ویلي چې پلان لري سر له راتلونکي میاشتې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې بیا پیل کړي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ په دې تېرو څو ورځو کې پر ډیورنډ فرضي کرښې شخړې شوې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي چې پوځي ادارو ورته احوال ورکړی، چې په دې هېواد کې په غیر قانوني توګه د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دویم پړاو به، د روژې میاشتې له پایته رسېدو وروسته پیل شي.
دې چارواکي همدارنګه ویلي چې پوځ د دویم پړاو څرنګوالي په هکله څه نه دي ویلي.
په پېښور کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي هم ویلي چې د کوچني اختر وروسته به، د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شي، چې په دې هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد ونه لري.