Mar 24, 2024 15:14 Asia/Kabul
  • پاکستان د اعتماد د رامینځةکولولپاره لوړپوړی پلاوی افغانستان ته لیږي

د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارتي اړیکې، د ګډو پولو په اوږدو کې دبیا بیا سرحدي نښتو او د اساسی سترو لارو د تړل کیدا په اوج کې ترپام وړ پورې کمې شوي دي.

د پاکستان دتجارتی وزارت یو لوړپوړی پلاوی په داسې حال کې ټاکل شوې ده، سبا افغانستان ته ولیږل شي چې د ترهه ګرۍ او وروستیو پوځي اقداماتو له امله په ګډوپولو کې  ناآرامئ، ددواړو هیوادونو ترمینځ تجارتي فعالیتونه ، د ښاریزو او ټرانسپورټي تګ راتګ  ډیر زیات اغیزمن  کړی دی.

 ا یرنا خبری آژانس راپور ورکړ،  د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارتي اړیکې، د ګډو پولو په اوږدو کې دبیا بیا سرحدي نښتو او د اساسی سترو لارو  د تړل کیدا په اوج  کې  ترپام وړ پورې  کمې شوي دي.

 دغه ګډوډي نه یوازې  ډيپلوماټيکې اړیکې ترینګلي کړي دي، بلکې  دواړو  لورو ته ئې  په تیره بیا له تجارت سره اړونده صنائعو او ټولنو ته درنده اقتصادي تاوانونه هم اړولي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست  د دواړو هیوادونو ترمینځ له وروستیو پوځي شخړو وروسته  دافغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره  دتاؤتریخوالو د  ختمولو لپاهر  په هڅې کې کتنه هم کړې ده.

 د اپه داسې حال کې دي چې سردار احمد شکیب په اسلام اباد کې له آصف دراني سره له لیدو وروسته  کابل ته تللی،  او د افغانستان له خارجه وزیر امیر خان متقي سره ئې په کتنې کې هغه    له دوو اړخیزو اړیکو سره  اړونده ترټولو وروستیو  حالاتو خبر کړی دی.

د پاکستان د تجارتی پراختیا د ادارې  اجرائي مدیر محمد زبیر موتي والا کابل ته ددغه هیواد دپلاوي سفر د اعتماد جوړونې په لاره کې یو  ګام  او ددواړو ګاونډیانو ترمینځ د روان تجارت  له بهیره ډاډ ترلاسه کول وبلل.

 د افغانستان د تجارتي وزارت ویندوي اخوندزاده عبدالسلام هم د پاکستاني پلاوي پلان شوی سفر تائيدکړی او اسلام اباد ئې ددواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي مسئلو په ترینګلي  کولو تورن کړ.

له افغانستان سره د پاکستان د سرحدي قوانینو سختیداددواړو هیوادونو تجارت تر اغیزو لاندې راوستی دی  او  پاکستانیو مسئولانو  له تیر میلادي کال څخه د ډرائيورانو پشمول  دافغان وګړو هرډول تګ راتګ د پاکستان  له وزیرو او  د باؤري پاسپورټونو له درلودلو سره  مشروط کړي دي.

پاکستان هماغه شان  دغیر قانوني افغان وګړو په ویستلو بوخت دی او دغه وضعیّت د  افغانستان او پاکستان ترمینځ  تاؤتریخوالي لازیات کړي دي.

 داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان  حکومت اعلان کړی  چې د روژې دمبارکې میاشتې له نیکمرغه اختر وروسته به د افغانانو د ویستلو دوهمه لړۍ هم پیل کړي .

 

ټیګونه