Mar 25, 2024 12:05 Asia/Kabul
  • له پاکستان څخه د افغانستان ښاریز ایستل پیلیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی پاکستان چمتووالی نیسي چې د افغانستان د کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي چې په ترڅ کښې به یې کابو لس لکه سند لرونکي افغانان خپل هیواد ته واستول شي.

د پاکستان حکومت چارواکو او پولیسو ته حکم ورکړی په هیواد کښې د افغانستان د ښاریزو د ځاې ځایکي په هکله معلومات او نقشې راغونډې کړي.

د پاکستان  یوه چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی وویل چې د بیلابیلو ښارونو چارواکو او پولیسو ته حکم ورکړل شوی د افغانستان د کارډ لرونکو ښاریزو په هکله معلومات زر بشپړ کړي.

تراوسه له پاکستان څخه په دوهم پړاو کښې د افغانستان د ښاریزو د ایستلو لپاره تراوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوي خو د افغانستان د سلګونو زره کارت لرونکو ښاریزو د ایستلو کمپاین به د فیډرال حکومت لخوا له تصویبیدا وروسته په ووړي کښې پیل شي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې لوړ رتبه افسر ایډیشنل سیکریټري عابد مجید وویل مونږ له مخکې څخه اقدامات پیل کړي دي او زیاته یې کړه دغه کار به له روژې میاشتې وروسته هم دوام ولري او هیله ده چې دغه سروې د اپریل د میاشتې له دیرشمې نیټې مخکې بشپړه شي.

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو لوړې  کمشنرۍ یو این ایچ سي ار وویل په پاکستان کښې کابو دوه اعشاریه اتلس میلیونه  سند لرونکي افغانان شته.

له پاکستان څخه په مخکني پړاو کښې کابو پینځه لکه افغانان ایستل شوي وو.

Image Caption

 

 

ټیګونه