د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل کیدو ته غبرګون ښودلی
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د افغانستان د ښاریزو د ایستلو د دوام لپاره د پاکستان پروګرامونه د ډیرو خلکو ژوند په خطر کښې اچوي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، دغه سازمان په ایکس کښې په یو پیغام کښې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د کډولۍ دوسیې او په پاکستان کښې د افغانستان د خلکو د دوباره میشتولو کار ګړندی کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته هم غوښتي چې د کډوالو ډله ایزه ایستنه بنده کړي او د بشري حقوقو د نړیوالو قوانینو مطابق د کډوالو د حقوقو ساتنه وکړي.
د ویلو ده چې پاکستان غواړي د اپریل له ۱۵ نیټې څخه د افغان کډوالو د ایستلو دویمه مرحله پیل کړي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټ له مخې، په دې پړاؤ کښې به «د افغانستان د ښاریزتوب د کارډونو» (ای سي سي) خاوندان وایستل شي.
د دغو راپورونو له مخې، د ښاریزتوب د کارډونو له لرونکو څخه غوښتل شوي چې لومړی دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، که نه نو دوی به ونیول شي او و به ایستل شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د بهرنیو اتباعو د ایستلو د دویم پړاو له بشپړیدو وروسته، په دریم پړاو کې به د POR (د استوګنې د ثبوت) کارډ لرونکي کسان وایستل شي.
پاکستان د تېر کال په پای کښې له افغانستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړ. ویل کېږي چې له پاکستان څخه تر نیم میلیون ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.