شانګله کښې په شوي ځانمرګي برید کښې ۶ تنه وژل شوي دي
Mar 26, 2024 16:35 Asia/Kabul
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په شانګله سیمه کښې په یو مسافري ګاډي باندې ځانمرګې برید شوی چې له امله یې ۶ کسان مړه شول.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په شانګله سیمه کښې په یو مسافري ګاډي باندې ځانمرګې برید شوی چې له امله یې ۶ کسان مړه شول.
د ملاکنډ د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور ویلي چې په دغه ګاډي باندې حمله په بشام سیمه کښې شوې ده.
په وژل شویو کښې پنځه کسان چیني ښاریز دي او شپږم د هغوي ډرائیور دی.
هغه وویل چې دغه ګاډی له اسلام آباده کوهستان ته روان و چې په بشام کښې پرې حمله وشوه.
له دې پيښې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده او د ترهګرو لټون یې پیل کړی دی.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شریف او د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په بشام کښې په چینايي ښاریزو دغه ترهګره حمله سخته وغندله.