ترهه ګر له چین سره د پاکستان د ژورو اړیکو په خرابولو پسې دي
د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په شانګله سیمې کې د چیني انجنیئرانو په یوه بس باندې په ځان مرګي حملې کې پنځه چینیان او د هغوي ډرائيور وژل شوي دي.د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ، په پاکستان کې د چیني ښاریزو په ضد ترټولو وروستي ترهه ګر اقدامات د چین او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیاؤ د خبرداري ټلۍ کړنګولې ده او د دواړو لورو په تیره بیا د چین اندیښنې ئې راپارولي دي.
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور راکړ،د پاکستان پوځ د چیني انجنئيرانو په ضد د ځان مرګي حملې په غبرګون کې په دې خبرې په ټينګار سره چې ترهه ګر او د هغوي ملاتړي د پاکستان او چین دسټراټژيکو پروژو د درولو او ددواړو هیوادونو د ښو اړیکو په خرابولو پسې دي ، ووئيل، اسلام اباد به په ترهه ګرو اقداماتو کې دخیلو عواملو ته کلک ځواب ورکړي.
د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په شانګله سیمې کې د چیني انجنیئرانو په یوه بس باندې په ځان مرګي حملې کې پنځه چینیان او د هغوي ډرائيور وژل شوي دي.د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ، په پاکستان کې د چیني ښاریزو په ضد ترټولو وروستي ترهه ګر اقدامات د چین او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیاؤ د خبرداري ټلۍ کړنګولې ده او د دواړو لورو په تیره بیا د چین اندیښنې ئې راپارولي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، په اسلام اباد کې د چین سفارت په بشام سیمې کې په دغې ځان مرګي حملې کې د پنځو چینیانو په وژل کیدا پسې فوري ددغې حملې د بشپړ او جدي ارزونې او سپړنې غوښته کړې او وئیلي ئې دي باید دپاکستان حکومت او پوځ د چیني ښاریزو امنیت په جدي توګه تامین کړي. .پر چینیانو ددغې حملې حساسیّت تر دې حده ؤ چې له پیښې سملاسي وروسته د پاکستان لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر فوري د چین له سفارت سره اړیکه ټينګه کړې او د چین له سفیر سره په کتنې کې ډاډ ورکړی چې دترهه ګرې حملې عوامل به وپيژندل او سخت سزا شي.
د پاکستان د پوځ آئي ایس پي آر ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر چیني انجنئیرانو باندې حمله یو شیطیاني پلان بللی او وئیلي دي ، چې جنایتکار ترهه ګر غواړي ، د پاکستان او چین ژورې او سټراټژيکې اړیکې خرابې کړي ،خو هیڅ به په لاس ورنشي او د چین او پاکستان اړیکې به له پخوا لازیاتې ټينګې او ژورې وي او هیچا ته به ددغو اړیکو د خرابولو اجازت و رنکړي. داپه داسې حال کې دي چې له دغې حملې وروسته تحریک طالبان پاکستان ترهه ګرې ډلګئ په یوې خبرتیا کې ددغې پیښې په باب وئیلي دي ، په دغې پيښې کې دوي هیڅ رول نه لري .