په پاکستان کې د فلسطیني ولس په ملاتړ کې ستره غونډه جوړه شوه
د پاکستان روژتي ملت او په زرګونو اجتماعي فعالانو په اسلام اباد کې په غونډیدا سره د فلسطینیانو په تیره بیا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم د نسل وژونکو حملو او جنایتونو په دوام پخپل اعتراض سره د فلسطینیو مظلومو خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
ایران پریس خبری آژانس راپور ور کړ، په دغې غونډې کې ګډون کونکو د فلسطنییانو په تیره بیا دغزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د نسل وژونکي جنایتکار صهیونیسټي رژیم د حملو او جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو چپتیا یو د نه توجیه وړ اقدام وباله او دغزې تړانې مظلومو خلکو سره د مرستو لپاهر ئې د عملی او جدي اقداماتو د غوره کولو غوښته وکړه.
په دغې غونډې کې ګډون کونکو همداراز د پاکستان له حکومته وغوښتل په پاکستان کې ددغه وحشي رژیم د ملاتړو هیوادونو د سفیرانو په احضارولو سره دې په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي جعلی رژیم د جنایتونو ددریدا لپاره خپل رول ولوبوي .
په عین حال کې د پاکستان د ولسی جرګې مشر ایاز صادق د سویس په جینوا کې د نړیوالو پارلیمانونو د اتحادئې په یو سل اته څلویښتمې غونډې کې پخپلې وینا کې د غزې تړانګې د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژیم دجنایتونو دوام دتش په نامه متمدنو هیوادونو او دد تیریګر رژيم د ملاتړو د څيرې رسوائي وبلله او وې وئيل، د غزې د خلکو د نسل وژنې په وړاندې د دنیا چپتیا دعدالت د نړیوال نظام او سولې پر مخ یوه درنده څپيړه ده .