پاکستان دعربستان ددفاعي ځواک د ظرفیّتونو له زیاتولو سره  مرسته کوي
(last modified Sun, 13 Oct 2024 01:46:58 GMT )
Oct 13, 2024 06:16 Asia/Kabul
  • پاکستان دعربستان ددفاعي ځواک د ظرفیّتونو له زیاتولو سره  مرسته کوي

د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس،ددفاعی صنائعو په حوزې کې د عربستان او پاکستان د ملګرتیاؤ د ټولګې اومه غونډه د ریاض په کوربتوب سره ترسره شوه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان او عربستان  دپوځي چارواکو په اومې ناستې کې ، ددفاع صنائعو  په حوزې کې د ملګرتیا د پرمخ بیولو په چورلیزتوب سره ، پاکستاني لوري  دسعودي عربستان ددفاعي ځواک  د ظرفیّت جوړونې لپاره دخپلو مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

په راپور کې وئیل شوي دي د پاکستان د پوځ د آئي ایس پي آر د اعلامیې په اساس،ددفاعی صنائعو په حوزې کې د عربستان او پاکستان د ملګرتیاؤ د ټولګې اومه غونډه د ریاض په کوربتوب سره ترسره شوه.

د پاکستان دپوځي  پلاوي مشري ، د پوځ  لوي درستیز جنرال محمد اویس دستګیر  په غاړه وه او د سعودي پلاوي مشري هم  ددغه هیواد ددفاع وزیر د مرستیال  طلال بن عبدا... العطیبی په غاړه وه.

دپاکستان دپوځ لوي درستیز په دغې ناستې کې  له هغه څه  څخه د خپل هیواد پر دو امدار ملاتړ ټينګار وکړ، چې د سعودي عرب د سلطنتی دفاعي ځواک  ظرفیّت جوړول او توانمنیدا  ئې بللې ده.

 د پاکستان د پوځ دعمومي اړیکو  د  برخې په اعلامیې کې راغلي دي، دواړو لورو   دنړیوال- سیمه ایز  امنیت پر چیلنجونو  او ددواړو هیوادونو پر دفاعي ځواک ئې د نتیجو  په باب بحث او د نظر تبادله  کړې ده.

د پاکستان او عربستان پلاؤ مشرانو وئيلی دي، چې په ماډرن ټيکنالوجیو کې چټک پرمختګونه ،  ددفاعي صنائعو په حوزې کې  دملګرتیاؤ د لازیاتې پیاوړتیا  ضرورت دی.

 

ټیګونه