د ایران او د امریکا ترمنځ د خبرو اترو بهیر دوام لري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «طاهر اندرابي» د اسلام اباد لخوا امریکا ته د ایران په هکله د هر ډول اطلاعاتو د ایشوا کیدا په هکله ځینې راپورونه رد کړل او د سولې د ډيپلوماسۍ د کمزوري کولو لپاره منفې هڅو ته د خبرداري په ترڅ کښې یې وویل:د تهران او د واشنګټن ترمینځ د خبرو اترو د پرمخ بیولو بهیر دوام لري.
طاهر اندرابي نن په اسلام اباد کښې په یوه خبري کانفرنس کښې واشنګټن ته د پاکستان د خارجه وزیر اسحاق ډار په وروستي سفر کښې امریکا ته د ایران په هکله د هر ډول اطلاعاتو ایشوا کول رد کړل.
هغه وویل دغه راپورونه له اساسه دروغ او غیر ضروري ګونګوسې دي چې زما په نظر د ډیپلوماسۍ د روان بهیر تر اغیز لاندې د وروستلو لپاره د منفې هڅو یوه برخه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند طاهر اندرابي دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرو اترو بهیر دریدلی دی او که نه ټینګار وکړ دغه بهیر دوام لري.