د روحانی بریالیتوب د پاکستان لپاره ښه خبر دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i47946-د_روحانی_بریالیتوب_د_پاکستان_لپاره_ښه_خبر_دی
د پاکستان د سینیټ د بهرنی سیاست د کمیشن غړی او د دفاعی چارو د کمیشن مشر د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دولسم پړاؤ کښې د حسن روحانی د بریالیتوب په اړه د مبارکۍ تر څنګ، دا د پاکستان لپاره یو ښه خبر وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • د روحانی بریالیتوب د پاکستان لپاره ښه خبر دی

د پاکستان د سینیټ د بهرنی سیاست د کمیشن غړی او د دفاعی چارو د کمیشن مشر د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دولسم پړاؤ کښې د حسن روحانی د بریالیتوب په اړه د مبارکۍ تر څنګ، دا د پاکستان لپاره یو ښه خبر وباله.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، مشاهد حسین سید نن له ایرنا سره په خبرو اترو کښې وویل: د پاکستان او ایران تر مینځ  د دوستانه اړیکو پراختیا او پیاوړتیا د حسن روحانی د حکومت په دوهم پړاؤ کې هم د تمې وړ ده.

هغه ټینګار وکړ:  د پاکستان او ایران دوستانه اړیکې نه یوازې د دواړو هیوادونو او ولسونو په ګټه بلکه د سیمې د امنیت، ثبات او سولې په ګټه دی.