دپاکستان په اسلام آباد کې دخلکو پرغونډیدو بندیز ولګید
ایرناخبری اژانس راپورورکړ دپآکستان حکومت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اساسی قانون د ۱۴۴مادې یعنی د دفه ۱۴۴ باندې د مشهور قانون داجرا فرمان صادر کړ چې په اساس ئې په عمومی ځایونو او داسلام اباد په لارو کې هرډول مظاهرې اولاریون او یا له پنځو کسانود زیاتو کسانو غونډیدا منع ده .
د دغه راپور په اساس ، دغه قانون په درست اسلام اباد کې له ننه تر دوو میاشتو پورې دوام لری .
دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف اودهغه کورنۍ او ځینی مرستیالان اووزیران دپاناما لیکس په نامه مشهور دمالی فساد د تورونو د ددوسیې دارزونې څیړنیزې کیمټې جې آئی ټی دراپور له وړاندې کیدو وروسته دلومړی وزیر باندې ددباؤ دزیاتولو لپاره د اپوزیشن ګوندونو له خوا داعتراضیه مظاهرو او غونډو دجوړیدا احتمال شته دی .
د دغو سندونو په اساس پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او دهغه بچیان په مالی فساد او په داخل اوبهر کې د خپلو شتمنیو په باب د حقایقو دپټولو لپاره د دروغو سندونه وړاندې کړی دی او ممکنه ده دراتلونکی دوشنبې په ورځې د پاکستان ستره محکمه یا سپریم کورټ په دې اړه نهائی فیصله وکړی چې ډیری کار پوهان دا احتمال ورکوی چې ممکنه ده د نواز شریف واکمن ټیم په دغو لوبې کې خپل واک له لاسه ورکړی او په درغلۍ کې د تورونو دثابیتیدو په بڼه کې به له سیاسی ډګره وویستل شی .