ایران د پاکستان په بلوچستان کښې ترهه ګره چاودنه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i57439-ایران_د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_ترهه_ګره_چاودنه_وغندله
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې پرونۍ مازیګرنۍ ترهه ګره چاودنه وغندله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 06, 2017 04:54 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان په بلوچستان کښې ترهه ګره چاودنه وغندله

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې پرونۍ مازیګرنۍ ترهه ګره چاودنه وغندله.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې بهرام قاسمی د پاکستان د بلوچستان صوبې د شیعه ؤ په یو مرکز کښې پرونۍ ترهه ګره چاودنه چې پکې په لسګونو کسان شهیدان او ژوبل شول وغندله او د پاکستان له حکومت او ملت او د دغې غمیزې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواښینی څرګنده کړه.

قاسمی وویل: د دا ډول ړندې او ناځوانمردانه حملې په پاکستان کښې د ناامنۍ د رامنځته کولو او مذهبی فتنو او جګړو ته د لمن وهلو لپاره کیږی چې په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ او تشدد سره د مقابلې د دوام لپاره د پاکستان د حکومت او ملت د هوښیارۍ ، بېدارۍ او د وحدت او ارامښت د ساتنې د لازموالی تقاضا کوی.

همدارنګ له کوئټې څخه روئیټر د پاکستانی چارواکو په نقل سره رپوټ ورکړ چې په دغه حمله کښې چې پرون د بلوچستان صوبې د جل مګسی سیمې د صوفیانو په یو زیارتګاه کښې رامنځته شوه د وژل شویو کسانو شمېر اتلسو تنو ته ورسېد. په دغه حمله کښې چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې ترټولو وروستۍ قومی ترهه ګره حمله ګڼل کیږی دېرش تنه نور ژوبل شول.

د روئیټر د رپوټ له مخې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د دغې حملې ذمه واری په غاړه اخېستې ده.