په سیمې کې داسلامی حکومتونو دټولنې جوړول دورځې یو ضرورت دی
آیت ا... اراکی همداراز داسلامی هیوادونو ترمینځ دارتباطاتو دزیاتولو لپاره ددینی عالمانو پر ځایګی په ټینګار سره روښانه کړې ، د وحدت په پیاوړتیا او داړیکو په زیاتولو سره دبیلابیلو ظر فیّتونو د غوره فعالولو په لاره کې ګامو پورته کیدلی شی.
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی مذهبونو دنزدیوالی ن ړیوالې ټولنې عمومی منشی ایت ا... محسن اراکی نن په تهران کې د اسلامی وحدت د یودیرشم نړیوال کنفرانس په څنډې کې د پاکستان دجماعت اسلامی ګوند له عمومی منشی لیاقت بلوچ سره په کتنې کې په سیمې کې داسلامی حکومتونو د اتحادئې دجوړولو لپاره دایران ترکیې او پاکستان دهلوځلو په زیاتولو ټینګار وکړ .
هغه وئیلی، د دغې اسلامی ټولنې جوړیدا به په سیاسی ، کلتوری ، اقتصادی حوزو کې د لورو د اړیکو دزیاتیدا او ګمرکونو د کمیدا او دتجارتی اړیکو دپراختیا لامل شی .
آیت ا... اراکی همداراز داسلامی هیوادونو ترمینځ دارتباطاتو دزیاتولو لپاره ددینی عالمانو پر ځایګی په ټینګار سره روښانه کړې ، د وحدت په پیاوړتیا او داړیکو په زیاتولو سره دبیلابیلو ظر فیّتونو د غوره فعالولو په لاره کې ګامو پورته کیدلی شی.
دپاکستان د جماعت اسلامی ګوند عمومی منشی لیاقت بلوچ هم په دغې کتنې کې دایران اوپاکستان دینی او کلتوری مشترکاتو ته په اشارې سره ووئیل ، استکباری هیوادونه د دواړو هیوادونو داتحاد اویووالی دله مینځه وړلو لپاره بیلابیل پروګرامونه اوپلانونه تعقیبوی ..
داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی وحدت دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس په همداوروستیو کې د نړۍ د کابو اویاؤ هیوادونو د څه دپاسه پنځه سوه غوره شخصیتونو ،دینی عالمانو اومتفکرانو په شتون سره پای ته وسید، او داسلامی امت او په تیره بیا د فلسطین د ورستیو بدلونونو په باب ئې مهمې مشورې ا وځینی فیصلې هم کړی دی .