د ایران او پاکستان د بانکي اړیکو د ټینګښت بهیر وجاجول شو
هنردوست د پاکستان د مرکزي بانک له مشر څخه د ایران او پاکستان د بانکي موافقې د اجرايي کیدو غوښتنه وکړه.
په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د دغه هیواد مرکزي بانک له مشر سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د بانکي اړیکو د ټینګیدو بهیر وڅیړه.
د ایرنا د خبر له مخې مهدي هنردوست له طارق باجوا سره په کتنه کښې په تیرو کلونو کښې د ایران او پاکستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د مثبتو بریاو په تشریح کولو سره د مبادلاتو د پراختیا او د دواړو هیوادونو د اقتصادی اړیکو د پراختیا د ترټولو مهم اړم په توګه د بانکي کانالونو د ټینګښت لپاره د ټولو وړتیاو په کارولو ټینګار وکړ.
هنردوست د پاکستان د مرکزي بانک له مشر څخه د ایران او پاکستان د بانکي موافقې د اجرايي کیدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د مرکزي بانک مشر طارق باجوا هم له ایران سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته د خپل هیواد د مینې په بیانولو سره په راتلونکو ورځو کښې له پاکستاني بانکونو سره د توجیهي غونډې د ترسره کولو او د بانکي موافقې په اجرا کښې ګډون ته د هغوي د هڅولو خبر ورکړ.
د ویلو ده چې د ایران او پاکستان اسلامي جمهوریتونو په دې وروستیو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د آزاد تجارت او همداشان د بانکي ملګرتیاو د تړون ابتدايي مسوده بشپړه کړې ده.