پر آمریکا د پاکستان نیوکه
د پاکستان د پوځ ویندوی،په افغانستان کښې د آمریکا د اولسمشر څرګندونو ته په ځواب کښې، د اسلام آباد پر ضد د واشنګټن کړچار له ترهګرۍ سره د مبارزې د لارې پر سر خنډ وباله.
جنرال آصف غفور د مایک پنس څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل:د پاکستان پوځ د ترهګرو پرخلاف اغیزمن اقدامات کړی او بل کوم هیواد تراوسه پورې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې دومره اقدامات کړی نه دی.
د آمریکا د اولسمشر مرستیال،مایک پنس افغانستان ته په خپل وروستی سفر کښې د پاکستان پرضد د ګواښونکو څرګندونو په تکرارولو سره وویل:سپینې ماڼۍ اسلام آباد ته وییلی؛که د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی،نو ډیر څه به له لاسه ورکړی.
د پاکستان او آمریکا په اړیکو کښې تاوتریخوالی په ۲۰۰۶م کال کښې د جارج ډبلیوبوش د اولسمشری له پړاو پیل شو که څه هم هغه په ۲۰۰۱ کال کښې پر افغانستان د یرغل په مهال د پاکستان د ملګرتیا د قدرونې په وجه دغه هیواد خپل غیرناټو متحد وباله خو د افغانستان په جبۍ کښې د آمریکایی پوځیانو په ښکیلیدا سره د دغه هیواد پوځی او سیاسی چارواکو د اسلام آباد دولت په افغانستان کښې له آمریکائی پوځیانو سره په جدی ملګرتیا نه کولو تورن کړ.د پاکستان پر قبایلی سیمو د آمریکا د هوائی حملو په پیلیدا سره د دواړو هیوادونو تر مینځ کړکیچ لاپسې زیات شو او سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره،د پاکستان پرضد د هغه او نورو آمریکایی چارواکو تورونه تر لوړ حده ورسیدل چې حتی پر سیمه ایزو معادلاتو او ملګرتیا یې هم اغیز کړی دی.
د پاکستان د پوځی مسئلو کارپوه محمود شاه په دې اړه وییلی:آمریکا په افغانستان کښې په سولې پسې نه ده او یوازې دا هڅه کوی،د سولې بهیر ننګونې ته په ورکاږلو او د پاکستان په تورنولو سره د ځینو هیوادونو د اقتصادی پرمختګ مخه ونیسی.په همدې خاطر واشنګټن د هند ملاتړ کوی.
د آمریکا اولسمشر ډونالد ټرمپ په خپلو ویتاو کښې له ترهګرۍ په ملاتړ د پاکستان د تورونولو ترڅنګ په دې وروستیو کښې د افغانستان لپاره د آمریکا د سټراټیژی او همدغه راز د خپل هیواد د ملی امنیت د نوی سټراټیژی په اعلانولو کښې یوځل بیا په ډاګه پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره یو د امن ځای وباله چې اسلام آباد ورته غبرګون وښوده.پر پاکستان د فشار رواړلو لپاره د آمریکا یو اوزار د پوځی او مالی مرستو کمول دی چې تل یې ملګرتیا ته د اړیستلو لپآره د اړم په توګه ترې استفاده کړی ده.خو دا چې اوس به پر پاکستان د آمریکا سرزوری سیاست د افغانستان په اړه د واشنګټن تمې پوره کړی او که نا؟آمریکایی کارپوهان هم ورته منفی ځواب ورکوی ځکه چې په هرحال کښې واشنګټن په افغانستان کښې د کامیابی لپاره د پاکستان ملګرتیا ته اړتیا لری.
په آمریکا کښې د سیاسی مسئلو کارپوه الیزابت وارن وائی: د ټرمپ دولت د افغانستان جنګ د ختمولو لپاره د سولې خبرواترو پر رول سترګې پټوی.له دغه بهیر سره د مرستې لپاره پر پاکستان دولت محدود فشار اړین دی،ځکه چې یوازې په پوځی اقدام سره د افغان دولت مخالفان خبرواترو نه شی اړیستل کیدلای.
په هرحال،پاکستانی چارواکو په عمل کښې ښودلی چې له آمریکا او ناټو سره د معاملې لپاره د فرصتونو په لټه کښې دی او چین او روسیې ته د پاکستان د مخه کولو کړچار آمریکا ته وښودله چې اسلام آباد هم د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره نورې لارې هم لری او که چیرې آمریکا د افغانستان په اړه د پاکستان غوښتنو او د افغانستان په بدلونونو کښې د هند د رول کمولو ته پام ونه کړی د افغانستان جنګ د پیچلتیاو په وجه به آمریکا په افغنستان کښې د بریالیتوب چانس ونه لری.