امریکا دې د پاکستان له تجربو استفاده وکړي
د پاکستان خارجه وزیر د دغه هیواد په خلاف د امریکا ګواښونه بې اساسه او بې فایدې وګڼل او وې ویل : واشنګټن باید د اسلام اباد له تجربو د استفادې په فکر کې وي.
د تسنیم خبري اژانس د پروني راپور له مخې خواجه آصف وویل: هغه بیانیې چې سپینه ماڼۍ یې د پاکستان په خلاف ورکوي په افغانستان کې په جنګ کې د ماتې د قبلولو په معنا دي او بله هیڅ معنا نه لري
هغه زیاته کړه : ښه به دا وي چې امریکایان د ګواښ او د بیانیو د ورکولو په ځای له تره ګرۍ سره په جنګ کې د اسلام اباد له ارزښتناکو تجربو استفاده وکړي او د پاکستان په خلاف د بې ارزښته بیانیو له خپرولو لاس واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل ، دا لومړی ځل نه دی چې امریکا په افغانستان کې له خپلې ماتې د تیښتې لپاره اسلام اباد په دغه هیواد کې د فعالو ترهه ګرو په ملاتړ تورنوي.