په اسلام اباد کې د پارلیمانونو د مشرانو دغونډې بیانیه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i61919-په_اسلام_اباد_کې_د_پارلیمانونو_د_مشرانو_دغونډې_بیانیه
د ایران ، پاکستان ، افغانستان ، ترکیې چین او روسیې د پارلیمانانو دمشرانو  له خوا د  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو رول دګډې غونډې لومړۍ اختتامیې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2017 02:30 Asia/Kabul
  • په اسلام اباد کې د پارلیمانونو د  مشرانو دغونډې بیانیه

د ایران ، پاکستان ، افغانستان ، ترکیې چین او روسیې د پارلیمانانو دمشرانو  له خوا د  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو رول دګډې غونډې لومړۍ اختتامیې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په هکله د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل کار پای ته ورساوه .

 

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې له ترهه ګرۍ سره  د مقابلې د ستونزو او سیمه ایزو ملګرتیاو د رول د کانفرنس لومړۍ غونډه  له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره ګډې استراتیژۍ او د پارلیمانانو رول او دوهم غونډه  د سیمه ایزو ارتباطاتو د زیاتولو له لارې د ګډې هوساینې د لرلیدونو پیژندل  په نامه ترسره شوه او د دغه موضوګانو په هکله یوه ګډه بیانیه جوړه او د پارلیمانانو د مشرانو له خوا لاسلیک شوه.

د پاکستان د مشرانو جرګې رییس ایاز صادق  د غونډې په پاییزو مراسمو کې  په دغه غونډه کې د ایران  چین، روسیې، افغانستان  او ترکیې د پارلیمانانو د مشرانو په برخه اخستلو له هغوی مننه وکړه.  د ایران د اسلامي شورا د مشر په اعلان سره د دغه غوندې بله ناسته به په تهران کې ترسره شي.

د پاکستان د ملي پارلیمان له مشر  او د پاکستان د مرکزي بانک له مشر سره کتنه او له رسنیو سره د ګډې غونډې جوړول نن  پاکستان ته د ایران د اسلامي شورا د مشر د سفر پروګرامونه دي.