د ګازو نل لیکه د امریکا تر بوټانو لاندې
خو د دغې چارې د تحقق لپاره لومړی باید په افغانستان کی امنیت تامین شی ، له دغو خوبونو وروسته چی په ورځ کې لیدل کیږی ، له ایران سره د ګازو نل لیکه لغوه شوه او پاکستان په افغانستان کی د امنیت د تامینیدا په انتظار کښینسته چی په دغه هیواد کې به کله جنګ ختم شی
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼۍ د دغه هیواد د مشهور لیکوال منیر احمد بلوچ په قلم ، د ګازو نل لیکه د امریکا تر بوټانو لاندې ،په عنوان یوه مقاله چاپ کړی ده .
د مقالې لیکوال خپله مقاله داسې پیل کړی ده ، د ایران مسولو امنیتی سرچینو هندوستان ته په ډاګه ویلی دی چی په هیڅ بیه به اجازه ورنکړی چی افغانستان سره اړونده د پاکستان ګټې د چابهار بندر له لارې په خطر کې پریوزی . هندوستان ته د ایران دا پټ بیغام ډیر اهمیت لری . که له هندوستان سره د ایران اړیکی او سیاست همدغسې دوام ولری نو په دې بڼه کې به له امریکا وروسته د ایران او پاکستان په ګازو نل لیکې دوهم دباو هم لیرې شی .
د ۲۰۱۳ میلادی کال د انتخاباتود نتیجو له اعلان او د قدرت له انتقاله مخکې د امریکا او شریف برادرانو ترمینځ په داخلی او نړیوالو مسلو معاملې شوی وی ، چی د ایران او پاکستان د نل لیکی له پروژې لاس اخیستل هم له دغو معاملو یوه معامله وه او د ځینو قدرتونو له لوری د ځانګړی لطف او مهربانۍ په نتیجه کې نواز شریف په انتخاباتو کې بریالی شو او د خپل بریالیتوب له دریو ورځو وروسته یې د یوه ټیلی ویژیونی چینل د مجری د پوښتنې په ځواب کې په ډاګه وویل مونږه فیصله کړی ده چی د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې پروژه لغوه کړو . ایا دا د امریکا د ایجنډې یوه برخه وه چی د هغې د بشپړولو لپاره قدرت باید په پاکستان کی نواز شریف ته انتقال شوی وې ؟
امریکا لومړې د ایران ، پاکستان او هند د ګازی نل لیکی له پروژې ، هندوستان جلا کړ چی دا چاره د پاکستان د اندیښنې سبب شوه خو امریکایانو پاکستان ته ډاډ ورکړ او ویې ویل چی ویره دې نلری ، د پاکستان ، هند او ایران د ګازی نل لیکی پرځای به د ټاپی پروژه یعنی پاکستان ، هند ، افغانستان او ترکمنستان د ګازو د نل لیکی پروژه پرانیزی ، او امریکا له پاکستان سره له غږملتیا پرته هندوستان هم د ټاپی په پروژه کی شامل کړی وو تر څو د دغې پروژې له لارې چی ۱۸۱۴ کلومیَټره اوږده نل لیکه ده ، هندوستان ته هم ۳۳ میلیون کیوبک میټره ګاز ورسی ، هغه وخت امریکایانو ډاډ ورکړی وو چی د ۲۰۱۹ میلادی کال تر پاې به دغه پروژه بشپړه شی ، خو د دغې چارې د تحقق لپاره لومړی باید په افغانستان کی امنیت تامین شی ، له دغو خوبونو وروسته چی په ورځ کې لیدل کیږی ، له ایران سره د ګازو نل لیکه لغوه شوه او پاکستان په افغانستان کی د امنیت د تامینیدا په انتظار کښینسته چی په دغه هیواد کې به کله جنګ ختم شی چی د دغه هیواد له لارې ارزانه ګاز ترلاسه کړې شی . په افغانستان کی به امنیت کله او څرنګه تامین شی ، په دې هکله پریکنده څه نشی ویل کیدلې ، ځکه چی د افغانستان وضعیت ورځ په ورځ نور هم خرابیږی ، بالفرض که په افغانستان کی امنیت تامین هم شی ، ایا په دې بڼه کی به دغه نل لیکه له ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان تر هندوستان پورې وغځول شی ؟د دنیا په هر ځای کی طبیعی سرچینې لکه ګاز او تیل معمولاد اختلافاتو سبب کیږی ، ځکه چی په انفرادی ، دله ایز یا حکومتونو لخوا داسې هڅې کیږی چی غواړی یوازې پخپله په طبیعی زیرمو او سرچینو کنټرول ولرلې شی او لیدل شوی چی د مالکیت د حق پر سر لانجې او جګړې پیلږی ، خو په تعامل ، تفاهم او رضایت سره باید له دغو طبیعی سرچینو استفاده وشی ، او په نتیجه کې قبایل یا دولتونه کولې شی بهترینی او دایمی اړیکی ولرلې شی .
په دې کی شک نشته چی د ګازو په شمول د انرژۍ طبیعی سرچینو ته د پاکستان په شان هیوادونو اړتیا ورځ په ورځ زیاتیږی ، او که انرژۍ ته د رسیدا لپاره د نل لیکې موضوع مطرح وی ، نن له مراکش نیولی تر افغانستانه د هر هیواد اړتیا ده خو څه وکړو چی امریکا د انرژۍ په نل لیکو چی د قومونوسخته اړتیا ده ، خپل درانده بوټان کیښودلی او نیت نلری چی خپله پښه څنګته کړی . که څوک غواړی د هغې نل لیکی له ګتې او اهمیت ځان خبر کړی چی د اسیا په جنوب لویدیځ کی جوړیږی ، باید د مینځنی ختیځ او شمالی افریقا ګازی نل لیکې وجاجوی ، که څه هم د لیبیا وضعیت نن د تیر وخت په شان ندې ، خو د انرژۍ همدغه نل لیکې د ایټالیا ، لیبیا ، مراکش او الجیریا په دوستانو اړیکو کې خپل مهم رول لوبولې دې . نن که پاکستان له ترهه ګرۍ وروسته بلې سختې ستونزې سره مخامخ دې ، هغه انرژۍ ته د خلکو اړتیا ده ،نن د ټاپی پروژه یوازې په کاغذ موجوده ده ، مونږه دومره بی بس او مجبوره شوی یو چی د خپل ژوند د ژغورولو لپاره د خپل ډاکټر په حکم نه بلکې د روغتون د خاوند په حکم له درملو استفاده کوو او همدغه د غلامو قومونو او د ازادو نسلونو د بدچانسۍ نښه ده .
یوه موده مخکې په ترکمنستان کی د۷.۶ میلیارډ ډالرو په ارزښت د ټاپی پروژې د پرانیستل کیده په وخت وویل شول چی تر ۲۰۱۹ میلادی کاله پورې د دغې پروژې په بشپړیدا سره به هندوستان ته ۳۳ میلیون کیوبک میټره ګاز ورسی ، خو لومړې باید په افغانستان کی امنیت تامین شی او د ترکمنستان ګازو ته د رسیدا لپاره یې پاکستان د ایران له پروژې لیرې کړ چی د هغې د تحقق لپاره دوې لسیزې هڅې کیدلې ، او هند ته د ایران د ګازو ۲۷۰۰ کلومیټره نل لیکه د پارس په نوم د ایران دګازو له صفر سیمې پیل شوی ده چی ۱۱۰۰ کلومیټره یې په ایران ، او۱۰۰۰ کلومیټره به یې هم په پاکستان کی وی او پاتې ۶۰۰ کلومیټره هم ټاکل شوی وه ، په هندوستان کی تیره شی چی ایران په خپله خاوره کی د نل لیکې د جوړولو کار بشپړه کړی دی .
په ۲۰۰۸ میلادی کال کی چین هم خواهش وکړ چی په دغه پروژه کې شامل شی او امریکا چی مخکې یې هم په ګوادر بندر کې د چین شتون نشو زغملې ، د ایران ، پاکستان او هند په پروژه کی یې د هغه له ګډونه نه زغمتیا اوج ته ورسیده . چین کله چی له دغې پروژې سره د خپلې مرستې کولو اعلان وکړ نو پاکستانی چارواکو باید شاتګ نه وای کړی ، پاکستان حاضر دمه یوې بهرنی پانګونې ته سخته اړتیا لری ، لکه څرنګه چی امریکا ، لویدیځ حتی عربی هیوادونه اوس داسې پانګونې ته چمتو ندی ، او له چین پرته بل هیڅ هیواد نور اصلا په پاکستان کې په پانګونې فکر نه کوی ، نو پاکستان هم باید په دغه ستر هیواد یعنی چین باور وکړی .