د میرمن بې نظیر بوټو قاتل په قندهار کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62119-د_میرمن_بې_نظیر_بوټو_قاتل_په_قندهار_کښې_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمن ملک وویل د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د وژلې عامل اکرام الله د افغانستان په قندهار کښې دی او ولسمشر اشرف غنی باید هغه پاکستان ته وروسپاری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2017 01:09 Asia/Kabul
  • دپاکستان پیپلز ګوند د اساسي قانون خبره کوي او که چیرې زیاتې هم  ورسره شوی وي نو چغې نه وهي .
    دپاکستان پیپلز ګوند د اساسي قانون خبره کوي او که چیرې زیاتې هم ورسره شوی وي نو چغې نه وهي .

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمن ملک وویل د پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمن بې نظیر بوټو د وژلې عامل اکرام الله د افغانستان په قندهار کښې دی او ولسمشر اشرف غنی باید هغه پاکستان ته وروسپاری .

هغه وویل پاکستان په داخل او خارج کښې له ننګونې سره مخ دی او مونږ باید دپوځ ملاتړ وکړو .

دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمن ملک وویل پخوانی لومړی وزیر نوازشریف او دتحریک انصاف مشر عمران خان  دواړه قدرت ته د رسیدا لپاره  دعدل خبره کوی .

هغه وویل دپاکستان پیپلز ګوند د اساسی قانون خبره کوی او که چیرې زیاتې هم  ورسره شوی وی نو چغې نه وهی .

رحمن ملک وویل پخوانی ولسمشر پرویز مشرف باید په محکمې کښې حاضریدا سره  د ځان دفاع کړی وائ او په راتلونکی وخت کښې به دباو نور هم زیات شی او په داسې حال کښې هیڅ هیواد ملګرتیا نه کوی .