د کابل د پرونۍ ترهګرې پيښې غندنه لاهم روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62229-د_کابل_د_پرونۍ_ترهګرې_پيښې_غندنه_لاهم_روانه_ده
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مرستیال عمومي منشي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې پرونۍ ترهګرې چاودنې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2017 13:37 Asia/Kabul
  • د کابل د پرونۍ ترهګرې پيښې غندنه لاهم روانه ده

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مرستیال عمومي منشي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې پرونۍ ترهګرې چاودنې وغندلې.

علامه سید احمد اقبال رضوي نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ترهګرې چاودنې د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف وبللې او ویې ویل: ترهګر په افغانستان کښې د مسلمانانو د وینې بهونې په تکل کښې دي.

علامه اقبال رضوي زیاته کړه: د افغانستان د خلکو قسم خوړلو دښمنانو او په سر کښې یې داعش ترهګرې ډلې یوځل بیا جنایت ترسره کړ او د دغه هیواد لسګونه مسلمانان یې قتل عام کړل.

له دې مخکښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رییس ډاکټر عبدا... او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره د کابل ترهګرې چاودنې سختې غندلې وې.