پر پاکستان د مرستو بندول به د امریکې په زیان تمام شي
ترهګر په پاکستان کښې هیڅ پټنځاې نه لري او په دې لړ کښې پر اسلام آباد د امریکې تورونه بې بنیاده دي.
د پاکستان د پوځ ویاند د اسلام آباد پر حکومت د امریکې د مالي او پوځي مرستو بندیدو ته غبرګون وښود.
له اسلام آباده د فارس خبري آژانس د خبر له مخې آصف غفور د اسلام آباد د حکومت خلاف د امریکې اقدام ته په غبرګون کښې وویل: پر پاکستان د مالي او پوځي مرستو د بندولو لپاره د امریکې یواړخیزه فیصله به د واشنګټن په تاوان تمامه شي.
آصف غفور زیاته کړه: ترهګر په پاکستان کښې هیڅ پټنځاې نه لري او په دې لړ کښې پر اسلام آباد د امریکې تورونه بې بنیاده دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په پاکستان باندې د امریکې د مالي مرستو د بندیدو هرکلی وکړ او ویې ویل: کابل ډیره موده مخکښې په دې هکله خبرداری ورکړی و چې اسلام آباد ترهګرو ته پټنځي برابروي او ترې ملاتړ کوي.