د پاکستان تحریک انصاف یو مشر: امریکه د اعتماد وړ نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62933-د_پاکستان_تحریک_انصاف_یو_مشر_امریکه_د_اعتماد_وړ_نه_ده
د پاکستان د تحریک انصاف یو ځای مشر او د پنجاب صوبائی اسمبلۍ ممبر امریکه یو د اعتماد نه وړ حکومت وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2018 09:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان تحریک انصاف یو مشر: امریکه د اعتماد وړ نه ده

د پاکستان د تحریک انصاف یو ځای مشر او د پنجاب صوبائی اسمبلۍ ممبر امریکه یو د اعتماد نه وړ حکومت وبلۀ.

میا محمودالرحمن په اسلام آباد کښې د اېرنا له خبریال سره په مرکه کښې وویل: د پاکستان حکومت پکار دی د امریکې په اړه په خپلو سیاستونو کښې بیا نظر وکړی.

هغه زیاته کړه: امریکې په سیمه او په خاصه توګه په افغانستان کښې د خپلو سیاستونو په وجه ماتې وخوړه او اوس په دغه موضوع کښې د پاکستان ګرم ښودلو کوشش کوی.

د پنجاب د پارلېمان دغه غړی همدارنګ په افغانستان کښې د امریکې د سیاستونو د ماتې په بیانولوو سره واضحه کړه چې واشنګټن کوشش کوی په دغه هېواد کښې ناامنۍ ته لمن ووهی چې خپلو سپېرو هدفونو ته ورسی.

د تحریک انصاف دغه مشر وویل: پاکستان پکار دی د سیمې له حکومتونو سره خپل تعلقات له مخکې نه زیات مضبوط کړی چې د امریکې هر دباو ته په مناسبه توګه ځواب ورکړې شی او له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړې شی.