دپاکستان د اپوزیشن سترګوندونه دحکومت په خلاف جنورۍله۱۷پرځونکی تحریک پیلوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i62963-دپاکستان_د_اپوزیشن_سترګوندونه_دحکومت_په_خلاف_جنورۍله۱۷پرځونکی_تحریک_پیلوی
دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان دبلوچستان صوبائی حکومت په خلاف هم د دنه باؤر مسوده صوبائی جرګې ته وړاندې شوې ده او دنواز ډلې په مشرۍ دبلوچستان حکومت له نسکوریدا سره مخامخ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2018 14:36 Asia/Kabul
  • دپاکستان د اپوزیشن سترګوندونه دحکومت په خلاف جنورۍله۱۷پرځونکی تحریک پیلوی

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان دبلوچستان صوبائی حکومت په خلاف هم د دنه باؤر مسوده صوبائی جرګې ته وړاندې شوې ده او دنواز ډلې په مشرۍ دبلوچستان حکومت له نسکوریدا سره مخامخ شوی دی .

زمونږخبریال د ډان  نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ د پاکستان  دعوامی تحریک  مشر  او د حکومت په خلاف د   دسترو ګوندونو یو ځای کونکی  ډاکټر طاهرالقادری  نن په لاهور کې  په خبری کنفرانس کې  روښانه کړې ،  دپنجاب داعلی وزیر شهباز شریف او دقانونی چارو د  وزیر رانا ثناءا....  داستعفی  لپاره ټاکل شوی وخت پرون ختم شوی دی او اوس به  مونږ له هغوی   داستعفی غوښتنه نه کوو ،بلکې  له دوی به په زور  داقتدار له ګدۍ نسکوروو .

 طاهرالقادری  ووئیل د اپوزیشن  سترو ګوندونو   ایکشن کمیتی جوړه کړې ده چې په هغې کې   قمر الزمان کایره ،شیخ رشید ،عبدالعلیم خان  ،کامل علی آغا  اوناصرشیرازی  شامل دی پخپلې غونډې کې فیصله کړې چې د  نواز حکومت په ضد به  د دسمبر له اولسمې نیټې  په درست هیواد کې  تحریک پیلوی او ترهغه به دغه  غورځنګ  دوام وکړی څو  دنواز ډلې حکومت  ئې پرځولی نه وی . هغه ووئیل  دایکشن کمیټې  د غورځنګ د  کامیابۍ او دپیلولو دڅرنګوالی په باب  دنهائی فیصلې   غونډه به   ددسمبر په  یولسمه نیټه ترسره کیږی  او د غورځنګ د کامیابۍ لپاره به   نورو ګوندونو سره هم رابطه وکړی .

 دا په داسې حال کې دی چې د  پاکستان دبلوچستان صوبائی  حکومت  په خلاف  هم د دنه باؤر  مسوده  صوبائی جرګې ته وړاندې شوې ده او  دنواز ډلې په مشرۍ دبلوچستان  حکومت  له نسکوریدا سره مخامخ شوی دی .