پاکستان له امریکې سره د فوځی وابستګۍ ختمولو فېصله وکړه
د اسلام آباد او واشنګټن په تعلقاتو کښې د تاوتریخوالی په سختېدو سره پاکستان وویل: فېصله یې کړې ده چې له امریکې سره خپله فوځی وابستګی ختمه کړی او د خپل ضرورت فوځی سازوسامانوننه له چین، ترکیې، روسیې او جنوبی افریقې څخه واخلی.
د اېرنا د رپوټ له مخې پاکستانی مېډیا پرون په دغه هېواد کښې د باخبرو فوځی سرچینو په نقل سره وویل: د پاکستان د سمندری ځواک زیاتره سازوسامانونه د امریکې جوړ دی، خو پاکستان کوشش کوی خپل نوی سازوسامانونه په تېره بیا جنګی بېړۍ او لانچونه له چین څخه واخلی.
همدارنګ پاکستان له چین او ترکیې څخه د هیلی کاپټرونو اخېستنه د څېړنې په حال کښې لری او د پاکستان سمندری ځواک هم له ترکیې، چین او جنوبی افریقې څخه د فوځی بېړیو د اخېستو د څېړنې په حال کښې دے.
پاکستان همدارنګ د هوائی دفاع لپاره توغندی ضده سېسټم له چین څخه ترلاسه کړے دے.
دغه سرچینې وائی چې پاکستان امریکې ته د ټرېننګ لپاره د ځواکونو لېږد څو میاشتې مخکې بند کړے دے.
په اوس حال کښې د پاکستان هوائی ځواک زیاتره له اېف ۱۷ جنګی الوتکو څخه چې د پاکستان او چین ګډ تولید دے استفاده کوی. همدارنګ پاکستان د دغو جنګی الوتکو د څلورم او پینځم نسل د جوړولو لپاره له روسیې سره د خبرو اترو په حال کښې دے.
پاکستان دا فېصله د امریکې له پرله پسې دباونو او د دواړو هېوادونو ترمېنځ د بې اعتمادۍ له زیاتېدو وروسته غوره کړې ده.