د امریکا او پاکستان ترمینځ د ترینګلتیاؤ ارزَوَل
امریکا له یو سل پنځوسو کلونو راهسې یوازې خپلې ګټې تعریف کړی دی ، دغه هیواد دنړۍ په سویه ډالر واکمن کړی دی . دخپلو ملی ګټو لپاره هر کار کوی ، هغه که په زور سره وی ،یا په ډالرو سره او یا هم په ډیپلوماسۍ سره ، په هرحال خپل کار پر مخ بوځی . خو پاکستان تر نن وورځې پورې خپلې ملی ګټې نه تعریف کړی او نه هم ټاکلی دی ، سوړ جنګ وی او که یا یو قطبی نظام ، دپاکستان په برخلیک کې یوازې تاوان او ضرر لیکل شوی دی .
دامریکا او پاکستان د حکومتونوترمینځ ترینګتلیاوې تر دې حده رسیدلی چې پاکستان ته دامریکا دپوځی مرستو دغوڅیدا لامل شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکوی ، د پاکستان په ضد د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ جنجالی او ګواښونکی څرګندونې هماغه راز د پاکستان ، بلکې دسیمې درسنیو یوه ګرمه موضوع ده . ډیری شناندی او لیکوالان هر یو د دغې موضوع په باب خپلې لیدتوګې لیدونکو او آوریدونکو ته وړاندې کوی . دپاکستان یو مشهور لیکوال او شناندی محمود شام هم د : امریکا او پاکستان یوه بل ته اړتیالری : په عنوان سره ، په جنګ ورځپاڼې کې په یوې مقالې کې دغې موضوع ته ا شاره کړې او لیکلی ئې دی ، چې امریکا او پاکستان یوه بل ته اړتیا لری او دواړه هیوادونه له یوه بله نشی جلاکیدلی ، خو بدچانسی دلته د ه چې امریکا له یو سل پنځوسو کلونو راهسې یوازې خپلې ګټې تعریف کړی دی ، دغه هیواد دنړۍ په سویه ډالر واکمن کړی دی . دخپلو ملی ګټو لپاره هر کار کوی ، هغه که په زور سره وی ،یا په ډالرو سره او یا هم په ډیپلوماسۍ سره ، په هرحال خپل کار پر مخ بوځی . خو پاکستان تر نن وورځې پورې خپلې ملی ګټې نه تعریف کړی او نه هم ټاکلی دی ، سوړ جنګ وی او که یا یو قطبی نظام ، دپاکستان په برخلیک کې یوازې تاوان او ضرر لیکل شوی دی . ښاغلی شام همداراز په دوام کې لیکلی دی ، امریکا مخکې هم پاکستان ګواښلی ؤ ، خو له اوسنی ګواښ سره ئې فرق یوازې دا دی چې دې ځل د ټویټر پاڼې په وسیله دغه کار شوی دی . امریکا دپاکستان واکوالان په عبرت اخستونکی سزا هم ګواښلی دی ، خو له دې سره سره ، د دغه هیواد واکوالانو دامریکا په یوه متبادل فکر نه دی کړی . یوه اونۍ کیږی چې یوازې دخولې توغندی شړی ، خو دپاکستان دواکوالانو له خوا کوه هراړخیزه او جامعه سټراټژی غوره شوې نه ده . دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دپاکستان ضد څرګندونو په نسبت دپاکستان حکومت ،پوځ ،سیاسی اومذهبی ګوندونو او بیلابیلو ټولنو له خوا بیلابیل انعکاسونه او غبرګونونه ښودل شوی دی ، خو دغه ټول غبرګونونه او څرګندونې دامریکا د حکومت دغلی کولو لپاره نه ،بلکې د د پاکستان د ولس په تحرک کې د ساتلو او د ډاډ لپاره دی . د زبرځواک یعنی امریکا د تورونو په ځواب کې هغه منطقی استدلال چې په نړیواله سویه باید کوم آوزار شی، نه دی لیدل شوی ، دپاکستانیو چارواکو څرګندونې اوغبرګونه موقتی دی ، په داسې حال کې چې دامریکا حکومت کلونه کیږی پاکستان تورنوی ، خو دپاکستان واکوالانو په عمل سره هڅه نه ده کړې چې دغه تورونه غلط ثابت کړی ، او داموضوع دپاکستان له ولس سره هیڅ اړه نه لری ،ځکه دوی له هغو مرستو هغه که د امریکا له خوا وی او که د چین له خوا ، ورځینی استفاده نشی کولی ،مرستې که غوڅې شی او که دوام ولری ، له ولس سره هیڅ ربط نه لری ، داموضوع له حکومت، پوځ او اشرافیّت او سرمایه دارو سره مربوطه ده . د دغې پرګنې ژوند له امریکا پرته ډیر سخت دی . دوی د امریکا هر ډول ناز او نخرې زغمی .
ښاغلی محمود شام په ساړۀ جنګ کې دپاکستان خدماتو ته په اشارې سره لیکلی دی ، د ساړۀ جنګ په اوږدو اودردونکو کلونو کې دا پاکستان ؤ چې په روا اوناروا توګه له امریکا سره یو ځای ؤ، حتی دامریکا خورا ستر دښمن چې هماغه شوروی اتحاد ؤ، دړې وړې شو او له دې وروسته وه چې امریکا دپاکستان له خورا ستر دښمن یعنی هندوستان سره خپل عشق پیل کړ . البته د امریکا دستمبر یولسمې پیښو دغه هیواد یو ځل بیا له پاکستان سره عشق ته مجبوره کړ ، دامریکا لپاره آسانه نه ده چې پاکستان دخپلو دوستانو له لیسټه وباسی . محمود شام همداراز په دوام کې لیکلی دی د یویشتمې پیړۍ د دوهمې لسیزې یوه غوښتنه دا ده چې لاپو په ځای ، له امریکا سره اړیکې له هر پلوه وارزول شی . او مشخصه شی چې له پنځلسو تر شلو کلونو پورې پاکستان څرنګه ټولنې ته اړتیا لری ، د دولسمې او دیارلسمې پیړۍ ټولنه او که د یویشتمې پیړۍ یوه نړیواله ټولنه .؟ اسلام او دپاکستان اساسی قانون د ترهه ګرۍ او افراط پالنې اجازت نه ورکوی او که په پاکستان کې ترهه ګری او افراط پالنه وی هم ،نو دپاکستان د واکوالانو دغلطو سیاستونو او غفلت په نتیجې کې ده ، په دغه هیواد کې بې وزلی په زیاتیدو ده ، د هیواد په زیاتره سیمو کې خلک د ژوند له خورا لومړنیو حقوقو هم محرومه دی . په همدغه شان وضعیت کې طبیعی خبره ده چې د یوه هیواد له بیکاره او بې وزله ځوانانو ناسمه استفاده کیږی ، هغه مرستې چې دهیواد له خلکو سره کیږی ، په کوم ځای کې لګول کیږی ؟.
د پاکستان دغه مشهور لیکوال او شناندی دخپلې مقالې په پای کې دچین پاکستان اقتصادی کریډور ته هم ا شاره کړې او لیکلی ئې دی ، دغه کریډور امریکا، دپاکستان په ضد چغو پورته کولو ته مجبوره کړې ده . امریکا اندیښمنه ده چې چین ، په نړیواله سویه د ډالر د واکمنۍ په ختمولو او د ډالر په ځای د چین ددودې کرنسۍ په راوستو پسې دی ، او دامریکا به نسبت دچین زیرمه شوی شتمنۍ څو چنده زیاتې دی او پاکستان به یوه داسې سټراټژی ، چې دامریکا دسټراټژۍ ځواب شی ، غوره کړی .، نو دا اقتصادی ټکی هم په نظر کې ولرل شی چې آیا دچین له دودې کرنسۍ یّن سره د معاملې لپاره تیار دی ؟
(لیکوال : عاشق حسین طوری )