له امریکی سره د پاکستان د پوځی او استخباراتی همکاریو ځنډیدل
د پاکستان دفاع وزیر، پرون سه شنبه اعلان وکړ: اسلام آباد؛ د پاکستان په خلاف د امریکی د ؤلس مشر د نویو تورونو په اعتراض کی، له واشنګټن سره خپلې پوځی او استخباراتی همکارۍ، ځنډولی دی.
خرم دستګیر خان ټینګار وکړ: د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، د اسلام آباد په خلاف د پوچو تورونو په مطرح کولو سره، په افغانستان کی پخپلو ماتو د برغولی ایښودلو په لټه کی دئ. ټرمپ؛ په ۲۰۱۸ کال کی پخپل لمړنی ټویټری پیغام کی، یو ځلې بیا پاکستان؛ ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړئ، او اعلان یی وکړ؛ چی واشنګټن به له اسلام آباد سره خپلی مالی مرستې، بندی کړی. د پاکستان او امریکی اختلافات؛ په تیره بیا د افغانستان په هکله، نږدی تیرو لسو کالو ته ور ګرځی. جورج بوش زوی، چی په ۲۰۰۱ کال کی یی پاکستان دیته اړ ایست؛ چی په افغانستان د امریکی پوځ په حمله کی همکاری وکړی، له ۲۰۰۶ کال څخه، پاکستان په افغانستان کی له امریکی سره په همکارۍ کی، د دوه ګونی سیاست په غوره کولو تورن کړ. له هغه وروسته؛ د امریکی د مخکنی ؤلس مشر«باراک اوباما» په دوره کی هم، دغو اختلافاتو دوام وکړ، او امریکی د پاکستان په قبایلی سیمو د حملې په دوام ورکولو سره، تضادونو ته لمن ووهله. خو د امریکی اوسنئ ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، په لا زیات شفافیت او صراحت سره، په پاکستان تور لګوی؛ دا شان چی د دغه هیواد مقامونه د ټرمپ لحن او د خبرو ډول تحقیرونکئ بولی. په همدی دلیل؛ د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ اختلافات، یوې نوې مرحلې ته رسیدلی دی، او ټرمپ پدی لټه کی دئ؛ چی له ټولو پوځی او مالی اړمونو څخه په استفادې سره، پاکستان په افغانستان کی د خپلو سیاستونو بدلولو، او له امریکی سره همکارې کولو ته اړ باسی. داسی یوه موضوع؛ چی په افغانستان کی هم د مختلفو ټولنو له خوا یی ملاتړ کیږی.
په افغانستان کی د پوځی چارو کارپیژاندئ«عتیق الله امرخیل» پدې هکله وایی:« د افغانستان دولت، په ځلونو دا موضوع مطرح کړې ده، چی ترڅو پوری امریکا؛ له پاکستان سره خپلې مرستې بندی نه کړی، او ترڅو پوری چی دغه هیواد د ټروریزم د ملاتړی په توګه معرفی نه کړی، اسلام آباد به؛ له دهشتګرو ډلو څخه له ملاتړ کولو لاس وانخلی».
واقعیت دا دئ؛ چی امریکا په افغانستان کی پخپله ډیره اوږده جګړه کی ګیر پاتې شوې ده، او باورې ده چی د واشنګټن د بری لاره، د پاکستان په همکارۍ کی ده. په همدی حال کی، د افغانستان جګړه د ناټو لپاره هم ډیره مهمه او حیثیتې شوې ده. په افغانستان کی د جګړې پیچلتیاؤو، او د طالبانو په شان اړمونو ته په پام سره؛ چی پاکستان په واک کی لری، دغه هیواد هیله من دئ وکولای شی، تر دې حده چی امریکا پر پاکستان د خپلو دباؤونو په اچولو کی، په شاتګ ته مجبوره شی؛ د واشنګټن په وړاندی مقاومت وکړی.
په افغانستان کی د سیاسی چارو څیړاندئ«سید محمد حسن شریفی بلخابی» باوری دئ:« که امریکا؛ په پاکستان د دباؤ په اچولو کی جدی وی، او ګواښونه یی عملی اړخ ولری، مثبتې اغیزې لری او اسلام آباد به؛ پخپل سیاست کی د بدلونونو را وستو ته مجبور شی».
په هر حال؛ پاکستان دې نتیجې ته رسیدلئ دئ، چی له امریکا سره پوځی همکارۍ، د اسلام آباد لپاره له پښیمانۍ او تحقیر کیدو پرته؛ بله نتیجه نه ده لرلې. ځکه چی ، امریکا ترڅو پوری پاکستان ته پاملرنه لری؛ چی په سیمه کی د واشنګټن د ګټو له پرمخ بیولو سره مرسته وکړی. دا پداسی حال کی ده چی پاکستان؛ په تیرو ۱۶ ؤ کلونو کی له امریکی سره په همکارۍ کی، نه یواځی خپلو اهدافو ته ونه رسید؛ بلکه د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ»، پاکستان؛ یو خیرات اخیستونکئ، درواغ ویونکئ او دوکه مار هیواد وباله، چی تر اوسه پوری د امریکی هیڅ یو ؤلس مشر، د اسلام آباد دولت ته داشان سپکاوی کونکی خبری نه دی کړې.