پاکستان یو بل سمندري توغندی په کامیابۍ سره وازمایه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i67257-پاکستان_یو_بل_سمندري_توغندی_په_کامیابۍ_سره_وازمایه
د پاکستان سمندري ځواک له سطحې نه د سطحې د یو ویشتونکي توغندي د ازموینې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 11, 2018 16:38 Asia/Kabul
  • پاکستان یو بل سمندري توغندی په کامیابۍ سره وازمایه

د پاکستان سمندري ځواک له سطحې نه د سطحې د یو ویشتونکي توغندي د ازموینې خبر ورکړ.

ډیلي ایکسپریس خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د پوځ د سمندري ځواک مرستیال قومندان کلیم شوکت نن په هند سمندر کښې امنیتي حالاتو او شرایطو او د سمندري ځواک مخې ته پرتو چیلنجونو ته په اشارې سره وویل: اسلام آباد د سیمې د سمندرونو د امنیت د تامینولو لپاره خپل رول لوبول جاري ساتي.

د پاکستان سمندري ځواک نن په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د جنګي کشتیو خلاف استعمالیدونکي دغه میزایل د هند سمندر د کراچۍ په سواحلو کښې فرضي هدف په کامیابۍ سره په نښه او تباه کړ.

دا په داسې حال کښې دي چې په دې وروستیو کښې د (ابابیل) په نامه بالیسټک توغندی د پاکستان پوځ ته وسپارل شو چې ۲ زره ۲۰۰ کیلومیټره واټن وهي او په یو وخت ګڼ هدفونه ویشتلی شي.