نوازشریف اوجهانگیر ترین تل ترتله له سیاسته ګوښه شول
دسحر اردو خبری چینل راپور ورکړ دپاکستان سترې محکمې نن په یوې دوه پنځوس مخیزې فیصلې کې د پاکستان ټګ اوپخوانی لومړی وزیر نوازشریف د درغلیو او نغراک په تور له څو میاشتې محاکمې وروسته مادام العمر دپاکستان په سیاسی فعالیتونو کې له ګډون بې صلاحیّته کړی او وئیلی ئې دی چې کوم کس امانتدار او بې صلاحیّته وی ، په سیاسی ډګر کې د ولس هیڅ خدمت نشی کولی او په کور کې کې دې کینی .
دپاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ همداراز نواز شریف د مسلم ن څانګې مشرتوب لپاره هم یو بې صلاحیّته کس معرفی کړ .
دپاکستان سترې محکمې همداراز د پاکستان دتحریک انصاف ګوند یو مشر او دپارلیمان پخوانی استازی جهانګیر ترین هم بې صلاحیّته بللی او هغه ئې هم له سیاسی ډګره تل ترتله بې دخله کړی او دغه راز دپاکستان په سیاسی تاریخ کې یوه بله زرینه پاڼه ورزیاته شوه.
دپاکستان د سترې محکمې په دغې فیصلې د دغه هیواد سیاستوالانو بیلابیل غبرګونونه ښودلی دی او ځینو په محتاط ډول وئیلی دی ، چې باید دیوه سیاستوال له سیاسی فعالیتونو ګوښه کول د ولس په لاس کې وی نه د کومې محکمې په لاس کې . البته د پاکستان زیاتره ولس د دغې فیصلې تود هرکلی کړی او وئیلی ئې دی چې کاش دپاکستان ستره محکمه همداراز دترهه ګرو او ترهه ګرۍ په ضد هم همداشان جراءت مندانه فیصلې وکړی ، حو په امنیتی ډګر کې هم د پاکستان ولس آرامښت ووینی .