د آصف علي زرداري د نیولو حکم صادر شو
Aug 17, 2018 15:06 Asia/Kabul
د پاکستان پر بانکي جرمونو د غور محکمې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د نیولو حکم صادر کړ.
په پاکستان کښې پر بانکي جرمونو د غور محکمې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د نیولو حکم صادر کړ.
ایرنا د ریډیو پاکستان په حواله لیکلي چې د آصف علي زرداري د نیولو حکم د ۳۵ میلیارډه روپیو د مني لانډرنګ په جرم صادر شوی دی.
د پاکستان فیډرل تحقیقاتي ایجنسۍ (ایف، آيي، ای) په دې وروستیو کښې آصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور د مني لانډرنګ په جرم له هیواده ممنوع الخروج کړي وو.
ټیګونه