په پاکستان کښې د عمران خان په شتون سره د کور جوړونې د سترې منصوبې پرانېسته
(last modified Fri, 12 Oct 2018 10:28:41 GMT )
Oct 12, 2018 14:58 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د عمران خان په شتون سره د کور جوړونې د سترې منصوبې پرانېسته

د پاکستان د وزيراعظم په شتون سره په دغه هېواد کښې د نوي پاکستان د کور د پروژې په نامه د خاجتمنو لپاره د پينځو ميلينو کورونو جوړولو د سترې منصوبې عمليات شروع شول.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې عمران خان پرون په پاکستان د حاجتمنولپاره د کور جوړولو د سترې پروژې د ګېنترۍ وهلو په مراسمو کښې وويل، د دغې پروژې په مکملېدوسره به زياتره بې کوره خلق د کور خاوندان شي او د پاکستان د خلقو لپاره به د روزګار زياتې موقعې هم رامنځته شي.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه، د وخت هغه محدوديت ته په پام سره چې يې لروو د دغې پروژې کارونه به په چټکتيا سره ترسره شي او تقاضا کونکي کسان پکار دي په شپېتو ورځو کښې خپله نوم ليکنه تکميل کړي.

عمران خان وويل: د دغو کورونو زمکه د پاکستان د حکومت لخوا خلقو ته ډالۍ کيږي او د پروژې  جوړښت او تکميل به د خصوصي څانګې په غاړه وي.

 

ټیګونه