هندوستان په ملګرو ملتو کښې د کشمیر د مسئلې مطرح کیدو ته غبرګون وښود
په ملګرو ملتو کښې د هندوستان د دائمي استازي وړومبي مرستیال د کشمیر په هکله په همدغه سازمان کښې د پاکستان د استازې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
د ایرنا د خبر له مخې په ملګرو ملتو کښې د هندوستان د دائمي استازي وړومبي مرستیال پالومي تریپاتي د کشمیر د مسئلې په هکله په ملګرو ملتو کښې د پاکستان د استازې ملیحه لودهي د څرګندونو په ځواب کښې وویل: د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د دغه هیواد نه بیلیدونکې برخه ده.
هغه د ملیحه لودهي د څرګندونو په هکله زیاته کړه: سیاسي اهدافو ته د رسیدو لپاره له هر نړیواله سازمانه استفاده د پاکستان لپاره په یو عادت بدله شوې ده.
ملیحه لودهي په ملګرو ملتو کښې په خپله وینا کښې ویلي وو: د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د خلکو حق له کلونو راهیسې ضایع او تر پښو لاندې شوی دی.
کلونه وشول چې هندوستان د زرګونو پوځیانو په دیره کولو سره د کشمیر ډیرې سیمې نیولې دي او په تیرو دریو لسیزو کښې یې کابو ۶۸ زره کشمیریان وژلي دي.
د کشمیر خلک د دغې سیمې د وضعیت د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کیدو په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک د اجرا کیدو غوښتونکي دي.