پاکستاني چارواکي په يمن کښې د صلحې ټينګښت ته هيله څرګنده کړه
(last modified Wed, 07 Nov 2018 01:20:45 GMT )
Nov 07, 2018 05:50 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکي په يمن کښې د صلحې ټينګښت ته هيله څرګنده کړه

د پاکستان د اطلاع رسونې وزير په يمن کښې د صلحې د ټينګښت په اړه هيله څرګنده کړه.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې فواد چوهدري پرون په اسلام آباد کښې په اخباري کانفرنس کښې وويل، په يمن کښې د صلحې د ټينګښت لپاره صلاح مشورو پرمختګ کړے دے او مخالف لوري د صلحې خبرو اترو ته آماده شوي دي.

د پاکستان د اطلاع رسونې وزير زياته کړه، د مسلمانانو د مسائلو هوارې او په اسلامي نړۍ کښې د مشکلاتو کمول د اسلام آباد د حکومت د بهرني سياست له ترجيحاتو څخه دي.

له دې مخکې هم د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي وو چې اسلام آباد د اسلامي هېوادونو د نزدې کولو کوشش کوي او د هم دې مقصد لپاره به په يمن کښې د جنګ د ختمولو په خاطر نوې هلې ځلې وکړي.

سعودی عربستان د امريکې ،  متحده عربی اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې په یمن  د فوځی تیری سربیره له هوا ، ځمکې او سمندر څخه محاصرې ته هم دوام ورکړے او تراوسه یې څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰)کسان وژلي او ژوبل کړي او په میلیونونو  نور يې کډوال کړي هم دي .

 

 

ټیګونه