د پاکستان د ملي ټیلیویژن د مدیریت رییس له کاره ګوښه کړی شو
د چین د پلازمینې (بیجنګ) د نوم په لیکنه کښې تیروتنه د پاکستان د ملي ټیلیویژن (پي، ټي، وي) د منیجنګ ډایریکټر د ایستل کیدو سبب شوه.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان ملي ټیلیویژن (پي، ټي، وي) په بیجنګ کښې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان د وینا پر مهال د چین د پلازمینې د نوم په لیکنه کښې غلطي وکړه.
دغه چینل د چین د پلازمینې بیجنګ Beijing لیکلو پر ځاې د ټیلیویژن په سکرین د Begging کلمه لیکلې چې د ګدایۍ او خیر خیرات غوښتنې په معنا ده.
د دې ټایپي غلطۍ په وجه د پي، ټي، وي دوه لوړرتبه مدیران او همداشان دوه نور کارکونکي له کاره وویستل شول.
پاکستان ټیلي ویژن (پي، ټي، وي) په دې تیروتنې بخښنه غوښتې او دا یې یوه ټایپي غلطي بللې ده.
خو د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر فواد حسین چودري وویل چې دا یوه ساده تیروتنه نه ده او اسلام آباد یې د عمران خان د حکومت د سیاستونو سپکاوی ګڼي.