د پاکستان د کابینې غړي د درملنې لپاره له هیواده بهر نه شي تللی
(last modified Sat, 10 Nov 2018 03:18:01 GMT )
Nov 10, 2018 07:48 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کابینې غړي د درملنې لپاره له هیواده بهر نه شي تللی

د پاکستان د وزیراعظم په حکم د هغه د کابینې غړي د درملنې لپاره له هیواده بهر نه شي تللی.

ایرنا لیکلي چې عمران خان پرون د پاکستان د حکومت د کابینې په غونډه کښې د اقتصادي سپما په شمول پر خپلو انتخاباتي ژمنو باندې د عملو په موخه دا ځل د درملنې لپاره له هیواده بهر ته د خپلې کابینې د غړو په سفر بندیز ولګوه.

همداشان د دې غونډې له نورو موخو څخه له اشرافي ګرۍ سره د مقابلې د پروګرامونو پرمخ بیول او د حکومت په لګښتونو کښې د سپما او بچت له پروګرامونو ډاډمنیدل اعلان شول.

 

ټیګونه