د سعودي درې ميليارډ ډالري پېکېج پاکستان ته د رسېدو په حال کښې دے
(last modified Thu, 15 Nov 2018 11:32:14 GMT )
Nov 15, 2018 16:02 Asia/Kabul
  • د سعودي درې ميليارډ ډالري پېکېج پاکستان ته د رسېدو په حال کښې دے

په اسلام آباد کښې د سعودي سفير په نزدې راتلونکو وختونو کښې پاکستان ته د سعودي د درې ميليارډ ډالري مرستې د حواله کولو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې نواف سيعدالمالکي د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په کتنه کښې وويل، په راتلونکو څو ورځو کښې به د سعودي د مالي مرستو وړومبۍ برخه چې درې ميليارډ ډالر دي د اسلام آباد حکومت ته ورکړې شي.

په پاکستان کښې د سعودي سفير وويل، د درې ميليارډ ډالرو ورکولو نه علاوه سعودي پاکستان ته د نهه ميليارډ ډالرو په ارزښت د تېلو د صادراتو لپاره هم څو مرحله اي طرح لري.

د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو د اسلام آباد حکومت ته د دولس ميليارډ ډالرو پور له ورکولو سره د سعودي موافقه مشکوکه بللې او ويلي يې دي چې امکان نه لري چې آل سعود بې له څه غوښتنې اسلام آباد ته پور ورکړي، نو ځکه د پاکستان حکومت ته پکار دي چې د  آل سعودي غوښتنې په ډاګه او روڼه توګه اعلان کړي.

 

 

ټیګونه