پاکستان له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79041-پاکستان_له_ګاونډیانو_سره_د_دوه_اړخیزو_اړیکو_پراختیا_غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې له ګاونډي هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2018 09:07 Asia/Kabul
  • پاکستان له ګاونډیانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې له ګاونډي هیوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې شاه محمود قریشي په اسلام آباد کښې د پاکستان د ملي دفاع په پوهنتون کښې د خپل هیواد د بهرني سیاست د جزئياتو په بیانولو سره وویل: پاکستان له ټولو په تیره بیا ګاونډي هیوادونو سره د ملګرتیا او د دوستانه اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

قریشي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت اقتصادي ثبات او د انساني سرچینو پراختیا ته د رسیدو لپاره له ترهګرۍ او افراط پالنې سره په مقابلې لګیا دی.

د پاکستان خارجه وزیر څرګنده کړه: اسلام آباد د خبرواترو له لارې د کشمیر د ستونزو د هواري غوښتونکی دی.

له دې مخکښې د پاکستان د مالیې وزیر هم له ګاونډي هیوادونو سره د تجارتي معاملاتو زیاتول د دغه حکومت وړومبیتوب بللی و.