د هند او پاکستان د اختلافاتو د هواري یوازنی لاره، خبرې اترې دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: خبرې اترې، د اسلام آباد او نوي ډیلي د اختلافات د ختمولو یوازنی لاره ده.
شاه محمود قریشي ټینګار وکړ چې اسلام آباد له نوي ډیلي سره خصوصاً په کشمیر سیمه کمښې د اختلافاتو د هواري په چوکاټ کښې، هر وخت له هندوستان سره مذاکرې ته چمتو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې هندوستان د عمومي انتخاباتو په درشل ولاړ دی، زیاته کړه: پاکستان په خپلو ختیځو او لویدیځو پولو کښې د صلحې ټینګښت ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کښې دي چې د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند راویش کمار په دې وروستیو کښې پاکستان د دوه ډوله سیاست په لرلو تورن کړ او ویې ویل چې نوې ډیلي له پاکستانه په کراتو غوښتي دي چې د هند خلاف په خپله خاوره کښې د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي خو اسلام آباد په دې لړ کښې هیڅ نه دي کړي.