د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي ځواکونو په ډزو کښې يو بل پاکستاني ووژل شو
Jan 10, 2019 13:01 Asia/Kabul
د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي پوله ايزو ځواکونو په ډزو کښې يوه پاکستاني مېرمن ووژلې شوه او څلور تنه نور ژوبل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ وياند جنرل آصف غفور د هندي فوځيانو د دغه اقدام په غندلو سره وويل،هندي ځواکونو د دغه هېواد ترکنټرول لاندې کشمير کښې د جنايتونو له ترسره کولو نه علاوه د پاکستان په پولو کښې هم د ډزبندۍ خلاف ورزي کوي.
هغه زياته کړه، دا ډول اقدامات هيڅکله د کشمير د خلقو د خوښې د ازادۍ له غورځنګ څخه نه شي منحرفولې.