هندوستان له پاکستان سره له خپلې یوې سرحدي صوبې د دغه هیواد خلک اوباسي
(last modified Thu, 21 Feb 2019 03:20:07 GMT )
Feb 21, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • هندوستان له پاکستان سره له خپلې یوې سرحدي صوبې د دغه هیواد خلک اوباسي

د هندوستان حکومت په راجستان صوبه کښې له استوګنو پاکستانیانو غوښتي دي چې له دغې صوبې ووځي.

ایرنا لیکلي چې د هندوستان حکومت پرون په کشمیر کښې د ترهګرې حملې په سر د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمینځ د شړخې له زیاتیدو وروسته د هند په شمال لویدیځ کښې له پاکستان سره په خپلې سرحدي صوبې راجستان کښې له استوګنو پاکستاني ښاریزو وغوښتل چې په ۴۸ ساعتونو کښې دننه، له هندوستانه ووځي.

د هندوستان د حکومت له خوا د شوي اعلان له مخې له پرون څخه د راجستان صوبې هیڅ کوم هوټل پاکستاني ښاریزو ته د کوټې ورکولو اجازه نه لري.

د ویلو ده چې د پاکستان زیاتره خلک د هند په راجستان صوبه کښې په کار او تجارت لګیا دي.

د هند او پاکستان ترمینځ شخړه په کشمیر کښې د تیرې اونۍ د ترهګرې حملې او په کښې د ۴۴ هندي پوځیانو له وژل کیدو وروسته زیاته شوې ده. هندي چارواکو اسلام آباد په دغې حملې کښې په لاس لرلو تورن کړی او د غچ اخیستو ګواښ یې کړی دی.

خو پاکستان هم د دغې حملې په غندلو سره په هغې کښې خپل رول رد کړی دی.

 

ټیګونه