په پاکستان کښې په اډو د هند هوائي حمله
Feb 26, 2019 12:29 Asia/Kabul
يو هندي چارواکي د پاکستان په هغو ځايونو چې په دغه هېواد کښې يې د ترهه ګرو کېمپونه وبلل د هوائي حملې خبر ورکړ.
د روئيټر خبري اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ وياند نن سحر د هند لخوا د دغه هېواد د هوائي حريم خلاف ورزي تائيد کړه او وې ويل: د پاکستان هوائي ځواکونو هندي الوتکو ته متقابل ځواب ورکړے دے.
په پاکستان د هند د نننۍ حملې نور تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.
ځينو سرچينو وويل، دغه حمله د کشمير په پلوامه سيمه کښې د دوو هفتو مخکښېنۍ ترهه ګريزې حملې ردعمل دے چې له امله يې څلور څلوېښت هندي فوځيان وژل شوي او په لسګونو نور هم ژوبل شوي وو.
د هند حکومت پاکستان د دغې چاودنې عامل وبلۀ خو اسلام آباد دغه ادعا رد کړې ده.