په پاکستان د هند په هوائي حمله کښې 300 تنه ووژل شول
(last modified Tue, 26 Feb 2019 08:54:07 GMT )
Feb 26, 2019 13:24 Asia/Kabul
  • په پاکستان د هند په هوائي حمله کښې 300 تنه ووژل شول

د پاکستان په خاوره کښې د جيش محمد او لشکر طيبه ترهه ګرو ډلو په اډو د هند د فوځ د جنګي الوتکو په حمله کښې تقريباً درې سوه تنه ووژل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې هندوستان ټائمز ورځپاڼې د هندي چارواکو په نقل سره وليکل، د هند په لېزري بمونو سنبالو دولسو مېراج 2000 ډوله جنګي الوتکو د ځاي وخت مطابق نن سحر څلور بجې د پاکستان  په بالاکوټو مظفر آباد او چکوټي سيمو کښې د دغو ډولو په دريواډو بمباري وکړه.

دا له ۱۹۷۱ کال نه تر اوسه وړومبے ځل دےچې هند د هوائي ځواک جنګي الوتکې د کشمير له کنټرول لائن څخه اوړېدلې او د پاکستان هوائي حريم ته داخلې شوې دي.

همدارنګ هندي چارواکو په کشمير سيمه کښې انټرنېټ ته لاسرسائي بنده کړې ده او په پنجاب او هريانه صوبو کښې د هند د هوائي ځواک ټولې اډې د تيارۍ په حال کښې راغلي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې پاکستان د هندي جنګي الوتکو به بمبارۍ کښې د درنو سرتاوانونو په اړه د هند ادعا رده کړې او ويلي يې دي چې د هند جنګي الوتکې د پاکستان له هوائي دفاعي سېسټم سره له مخامخېدو وروسته خپل بمونه له خلقو نه په خالي سيمو کښې وغورزول چې په دغه اقدام کښې بنيادي ودانيو ته څه زيان نه دے رسېدلے.

 

 

ټیګونه