له پاکستان سره د تاوتريخوالي ختمولو لپاره د هندي پوهانو غوښتنه
د هند له پينځو سوو نه زياتو محقيقينو، روشنفکرانو او دانشورانو د دغه هېواد او پاکستان ترمېنځ د تاوتريخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه.
هغوي په يوه بيانيه کښې له نوي ډيلي او اسلام آباده وغوښتل چې له لا زياتې دښمنۍ او کينې څخه دې ډډه وکړي او خپل اختلافات دې د نړيوالو حقوقو او بشري حقوقو په چوکاټ کښې هوار کړي. په دغه بيانيه کښې تاکيد شوے دے چې جنګ د هند او پاکستان د اختلافاتو او کشمير د لانجې د هواري سبب نه شي کېدې، بلکه د سيمې امنيت به په سخت خطر کښې واچوي. دغه غوښتنه له دې وروسته مطرح کيږي چې په پلوامه سيمه کښې په هندي ځواکونو د فرورۍ په څوارلسمه له ترهه ګريزې حملې نه پس د هند او پاکستان ترمېنځ تاوتريخوالي ډېر زيات شوي دي او دواړه هېوادونه د هر اړخيز جنګ مرحلې ته هم ورسېدل.که څه هم پاکستان د اسير شوي هندي پائيلټ په آ زادولو سره يو ډول تاريخوالي کم کړل خو د دواړو خواو تعلقات هم هغه شان بحراني دي او د نوي ډيلي او اسلام آباد چارواکي هم هغه شان خپلو ګواښونو ته دوام ورکوي.
د هند د متفکرانو او علمي شخصيتونو له نظر د دغه هېواد او پاکستان ترمېنځ اختلافات چې د کشمير په بحران کښې جرړه لري يوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدې شي او د نوي ډيلي او اسلام آباد په تعلقاتو کښې د تاوتريخوالي وروستي بائيلونکي د دواړو هېوادونو عوام دي چې د سيمې د امنيت په خطر کښې غورزېدو ته زيات اندېښمن دي. د خپلو اختلافاتو د هواري لپاره د نړيوالو حقوقو مسئلې ته د هند او پاکستان په پاملرنې د هغوي تاکيد په حقيقت کښې د کشمير د برخليک د ټاکلو لپاره د رېفرېنډم کولو په اړه د ملګرو ملتو د پرېکړليک عملي کېدل دي چې هندوستان نه يوازې هغه نه اجرا کوي بلکه د کشمير په مسئله کښې له هر ډول بهرني مداخلت سره مخالف دے.
په هند کښې د ولسي او علمي ټولنو له نظره د کشمير مسئله په هند او پاکستان کښې د ځينو سياسي او فوځي بهيرونو لپاره په يوې حربې بدله شوې ده چې د خپلو ګټو او اهدافو لپاره ترې استفاده کوي. په همدې وجه هغوي په هيڅ وجه د کشمير د لانجې ختمول نه غواړي. دغه بحران له 1947 کال راهسې د نوي ډيلي او اسلام آباد تعلقات ترتاثير لاندې راوستي دي او تر اوسه د کشمير د مالکيت په سر دوه ځل جنګېدلي دي. د هند او پاکستان لخوا د اېټمي وسلو لرنه دغې اندېښنې ته لمن وهي چې د هغوي ترمېنځ د هر ډول هر اړخيز جنګ د رامنځته کېدو په صورت کښې به نه کنټرولېدونکي نتائج په ځان پسې ولري. هند چې د خپلې اقتصادي ودې په لټه کښې دے له پاکستان سره ښکېلېدو ته ګروهنه نه لري په دې وجه پاکستان په جدي توګه له هند سره د پولو په نه کنټرولو او د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې نيابتي جنګ ته په لمن وهلو تورنوي.
په هر حال د ګاونډي هېوادونو امنيت ته د اسلام اباد بې پامي د دې سبب شوې ده چې په سيمه ايزه سطح کښې د پاکستان د فوځ او حکومت په کارکردګۍ اعتراضونه زيات شي. په همدې وجه د هند پوهان او علمي شخصيتونه په دې باوري دي چې خبرو اترو ته د دغه هېواد او پاکستان مخه کول په برصغير کښې د ارامښت او امنيت له ټينګولو سره د مرستې ترڅنګه د روغې جوړې په فضاء کښې د کشمير د بحران له هواري سره مرسته کولې شي. يوه داسې فضاء چې بې له شکه علمي او ولسي ټولنې يې هم له پرمختګ سره مرسته کولې شي.
----------
ترجمه: شاهين