عمران خان د اسعارو د بازار د څیړنې لپاره د یوې کمیټې د جوړولو حکم ورکړ
د امریکايي ډالر په وړاندې د پاکستاني روپۍ د ارزښت له کمیدو وروسته د پاکستان وزیراعظم د اسعارو د بازار لپاره د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو حکم صادر کړی دی.
د امریکايي ډالر په وړاندې د پاکستاني روپۍ د ارزښت له کمیدو وروسته د پاکستان وزیراعظم د اسعارو د بازار لپاره د یوې ځانګړې کمیټې د جوړولو حکم صادر کړی دی.
عمران خان پرون د امریکايي ډالر په مقابل کښې د روپۍ د ارزښت له کم مخینې کمي وروسته د پاکستان له مسئولانو وغوښتل چې د هیواد د روپۍ د ارزښت د غورځیدو د کنټرولو لپاره ضروري تابیاوې غوره وکړي.
ټاکل شوې چې دغه کمیټه په وړومبني اقدام کښې له پاکستانه د ډالر د وتلو مخه ونیسي او د مسافرتي ډالرو د وتلو قانوني حد له لسو زرو ډالرو نه درې زره ډالرو ته راټیټ کړي.
د ویلو ده چې په پاکستان کښې د ډالر بیه ۱۴۸ روپیو ته رسیدلې چې د پاکستان په تاریخ کښې بې مخینې بیه ده.