عمران خان: پاکستان په افغانستان کښې د امريکې د سياستونو د ناکامۍ ذمه وار نه دے
(last modified Mon, 10 Jun 2019 07:06:30 GMT )
Jun 10, 2019 11:36 Asia/Kabul
  • عمران خان: پاکستان په افغانستان کښې د امريکې د سياستونو د ناکامۍ ذمه وار نه دے

د پاکستان وزيراعظم تاکيد وکړ، اسلام آباد د افغانستان په جنګ کښې د امريکې د امريکې د فوځي پالېسۍ د ماتې ذمه وار نه دے.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان نن په اسلام آباد کښې خبريالانو ته وويل، پاکستان په افغانستان کښې د صلحې ټينګښت غواړي خو پکار نه دي اسلام آباد په افغانستان کښې د امريکې د غلطو سياستونو د ماتې ذمه وار وبلل شي.

هغه زياته کړه، پاکستان په افغانستان کښې د بې ثباتۍ له دوام څخه ډېر زيان زغملے دے او پاکستان په افغانستان کښې د ناامنۍ او جنګ د دوام ذمه وار هم نه دے.

په دې وروستيو کښې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې غواړی د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د ښه کېدو او صلحې په بهير کښې د پاکستان د ملګرتيا د حاصلولو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

پاکستان او افغانستان کلونه اوشول د ډيورېڼد کرښې په شمول د ځينو مسائلو په باره کښې په خپلو کښې اختلاف لري او يو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوي.

 

ټیګونه