په پاکستان کښې له اقتصادي مفسدانو سره د مبارزې په دوام د عمران خان تاکيد
(last modified Thu, 04 Jul 2019 01:53:39 GMT )
Jul 04, 2019 06:23 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له اقتصادي مفسدانو سره د مبارزې په دوام د عمران خان تاکيد

د پاکستان وزيراعظم يو ځل بيا له اقتصادي مفسدانو سره په مبارزې باندې په تاکيد سره وويل، هيڅ يو پاکستاني سياستدان حتی د ډېرې اوچتې سطحې سياستدان ته به هم قضائي تحفط ورنه کړې شي.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې عمران خان پرون وويل،دا موضوع به په پارلېمان کښې تصويب کړې شي او نور به هيڅوک د قانون له منګولو تېښته ونکړې شي.

عمران خان زياته کړه، د پاکستان د هر اړخيز پرمختګ او ترقۍ يوازېنۍ لار په دغه هېواد کښې د مالي فساد نيشتوالے دے.

 

 

 

 

ټیګونه