په پاکستان کښې د اقتصادي مفسدانو په سزا کولو د عمران خان تاکيد
(last modified Thu, 11 Jul 2019 09:23:53 GMT )
Jul 11, 2019 13:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د اقتصادي مفسدانو په سزا کولو د عمران خان تاکيد

د پاکستان وزيراعظم په دغه هېواد کښې له اقتصادي مفسدانو سره د مبارزې او سزا کولو په لازموالي باندې تاکيد وکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې عمران خان په يوه وېنا کښې وويل، پاکستان له دولسو ميليارډ ډالرو زيات مالي فساد سره مخامخ د ے او که اقتصادي مفسدان سزا نه شي نو هېواد به هيڅکله ترقي ونه کړي.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه ، مالي مفسدانو ته به هيڅکله د سزا معافيت ورنکړې شي.

عمران خان دا خبره په ګوته کړه، د مخالفو ګوندونو مشران د پاکستان د حکومت په خلاف په خپلو اقداماتو سره له سزاګانو د معافيت د حکم حاصلولو په فکر کښې دي خو هيڅکله به په دې چاره کښې کامياب نه شي.

 

ټیګونه