عمران خان امریکې ته لاړ
Jul 20, 2019 15:56 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم نن سهار د امریکې د ولسمشر په رسمي بلنه واشنګټن ته روان شو.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن سهار د امریکې د ولسمشر په رسمي بلنه واشنګټن ته روان شو.
ټاکل شوې چې عمران خان به واشنګټن ته په دغه درې ورځني سفر کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شمول د دغه هیواد له ځینو چارواکو سره ملاقاتونه او د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې د کمولو په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.
د ویلو ده چې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې د ۲۰۱۷ کال په آګست میاشتې کښې د پاکستان خلاف د ډونلډ ټرمپ له تور لګونې څخه کړکیچنې شوې دي.