په اسلام آباد پوهنتون کښې په نښته کښې مرګ ژوبله رامنځته شوه
په اسلام آباد پوهنتون کښې په نښته کښې مرګ ژوبله رامنځته شوه
Dec 13, 2019 02:35 Asia/Kabul
د پاکستان په اسلام آباد پوهنتون کښې پرون مازيګر په وسله والا نښته کښې مرګ ژوبله رامنځته شوه.
د ايرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو رپوټ ورکړ دغه پېښه د اسلام آباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کښې د محصلۍ د مراسو ترڅنګه رامنځته شوه چې پکښې د جماعت اسلامي نائب امير لياقت بلوچ روغ رمټ پاتے شو.
په دغه پېښه کښې يو پاکستانے محصل ووژل شو او ۳۵ نور هم ژوبل شول چې د دريو تنو حالت پکښې سخت بيان شوے دے.
د پاکستان خبري چېنلونو په اسلامي پوهنتون او او خواوشا سيمو کښې د هنګامي حالت د اعلانېدو خبر ورکړ او همدا اوس د پوهنتون حدود پوليسو او رېنجر ځواکونو په خپل کنټرول کښې اخېستي دي.
ټیګونه