پاکستان د مذهبي آزادۍ په اړه د امريکې رپوټ رد کړ
(last modified Wed, 25 Dec 2019 01:30:28 GMT )
Dec 25, 2019 06:00 Asia/Kabul
  • پاکستان د مذهبي آزادۍ په اړه د امريکې رپوټ رد کړ

د پاکستان حکومت په روان کښې په دويم ځل د مذهبي آزادۍ په اړه د امريکې د خارجه وزارت د رپوټ په ردولو سره دغه رپوټ د هېوادونو په خلاف د حقائقو په اپوټه يو سليقه اي اقدام وبلۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت پرون د يوې بيانيې په خبرولو سره وويل وويل، د مذهبي آزادۍ په اړه د امريکايانو د نوي رپوټ اعتبار او شفافيت نه يوازې سوال پېدا کونکے دے بلکه داسې يو نظر د مذهبۍ آزادۍ له ودې سره هيڅ مرسته نه شي کولې.

د پاکستان د خارجه وزارت په بيانيه کښې راغلي دی، پاکستان د مختلفو مذهبونو لرونکې ټولنه ده چې د مختلفو مذهبونو او فرقو خلق پکښې ژوند کوي او په هېواد کښې مذهبي اقليتونو د حقوقو د پوره کولو لپاره بشپړه او موثرهپروګرامونه برابر کړې شوي دي.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي، له اقليتونو سره د عادلانه سلوک ضمانت او بې له څه تبعيضه د مختلفو دينونو او مذهبونو د پېروکارو د بشري حقوقو پوره کول د پاکستان د اساسي قانون له اصولو څخه دي او د دغه هېواد په پارلېمان کښې هم اقليتونه د قانون جوړونې او د استازيتوب د دندې ادا کولو لپاره يو شمېر چوکۍ لري.

د پاکستان خارجه وزارت د امريکې په شمول په زياترو لويديځو هېوادونو کښې له اسلامه د ويرونې د زياتوالي په اړه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره  تاکيد وکړ، د مذهبي آزاديو مخې ته مشکلات او خنډونه د نړيوالې ټولنې ګډه اندېښنه ده او يوازې په ډله ايزې ملګرتيا سره له دغه مشکل سره مقابله کېدې شي.

 

ټیګونه