عمران خان او ټرمپ د کرونا او د افغانستان د بدلونونو په هکله خبرې وکړې
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو ټیلیفوني تماس کښې د کرونا وایرس د خپریدو له امله د رامینځته شویو حالاتو او په افغانستان کښې د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د وزیراعظمۍ دفتر بیګا وویل چې دواړو چارواکو په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د نړۍ په معیشت باندې د کرونا د خپریدو اغیزې وڅیړلې او ورسره یې د مقابلې د لارو چارو او هم داشان یې د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله نظرونه شریک کړل.
د پاکستان وزیراعظم او د امریکې ولسمشر د کرونا د خپریدو د مدیریت لپاره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د دوام په هکله موافقه وکړه.
عمران خان د افغانستان د صلحې بهیر او په دغه ګاونډي هیواد کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت په لړ کښې له هلوځلو د ملاتړ د دوام لپاره د اسلام آباد په ژمنې باندې ټینګار سره وویل: د افغانستان کړکیچ باید له سیاسي لارې حل شي او راتلونکې مرحله یعنې د افغانستان د داخلي ډلو ترمینځ د هراړخیزو خبرواترو پیلیدل ډیر مهم دي.